په خوست کې اغزن سیم کور غړي سره بیل کړي دي

comments 0

هندوکش – خوست : د خوست ګربزو ولسوالۍ په بادشاه خان کلی یو کو نیم پاکستان نیولی او نیم دې خواته پاتې شوی دی.

د نورمحمد په نوم یو تن وايي چې شاوخوا پنځوس کورنۍ تر اغزن تار هغې خواته پاتې شوې دي، چې اوس دې خواته پروت کلی چې د خوست له مرکزه ایله ۳۰ کیلومتره لرې دی، یوازې د څلوېښتو شاخوا کورنۍ لري.

نیازولي یو بل تن دی، هغه وايي چې د پلار يې شپږ وروڼه و، خو اغزن سیم درې د کرښې هغې خواته او درې دې خوا پاتې کړي دي.

د پاکستان له لوري پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم تېرول وروسته له هغه پيل شول، چې ګډ حکومت ورسره د «SOP» تړون لاسلیک کړ.

د حکومت اوسني چارواکي فاروق وردګ تر اوسنۍ چوکۍ وړاندې په یوه تلویزوني بحث کې وویل، چې ډېورنډ د حکومت له لوري په رسمیت پېژندل شوی او دا خاوره پر اویا میلیونه ډالر خرڅه شوې ده.

که څه هم حکومت په دې وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په غبرګون کې افغان سفیر له اسلام باد نه کابل ته راوغوښت، خو پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار او پوستو جوړولو اړوند تر اوسه چوپه خوله پاتې شوی دی.

عمران احمدزې

Comments