په خوست ولایت کې ۲۲ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ خوست: د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وایي، چې وسلوالو طالبانو لومړی په قلندر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید وکړ چې ځوابي ډزو کې ۱۰ تنه ووژل شول.
حیدر ازادي رسنیو سره خبرو کې وویل، چې ورته بل برید کې هم طالبانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې ده.
ښاغلی حیدر زیاتوي: “د کشفي راپورونو پر اساس د خوست په صبریو ولسوالۍ کې بمبار شوی چې نتیجه کې یې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي دي.”
طالبانو تر اوسه د افغان چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه ‌دي ویلي.
عمران احمدزی

Comments