هندوکش – کابل: کابل کې د امریکایي ځواکونو رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د امریکایي ځواکونو یو سرتیر د نښتې پر مهال وژل شوې دې.
د خبر پاڼې پر بنسټ، دا پېښه پرون د افغانستان په ختيځ کې رامنځته شوې.
خبر کې د نښتې موقعیت په اړه کړه او دقیق څه نه دي ویل شوي خو خبر زیاتوي چې په یادې نښتې کې امریکایي سرتیري ترڅنګ افغان سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبر کې راغلي چې د یادې نښتې ټپي سرتېرى د بګرام هوايي ډګر ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت د ډاډ وړ بلل شوې دې.
د یادونې وړ ده چې تردې دمه په دې اړه افغان پوځ او سیمه ییزو چارواکو څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني
په ختیځ کې د امریکا پوځ یو سرتیرې ووژل شو
