په خاشرود کې يو ایرانی ځانمرګی نيول شوی او يو بل وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ نميروز: په نیمروز کې افغان امنيتی ځواکونو پرون دوه ایراني ځانمرګي تر پيژندنې وروسته څارلي چې يو يي وژل شوی او يو بل تن ژوندی نيول شوی دی.

دا دوه ایراني ځانمرګي چې نیمروز ته د ترهګریزو بريدونو لپاره په ایران کې تر روزنې وروسته د طالبانو ډلې ته سپارل شوي وو تر ډيره يي هدف په سرحدي سیمو کې د ایران موخې وې چې د افغان سرتیرو تر هڅو وروسته يي يو تن ونيول شو او يو بل چې د برید هوډ يي درلود مخکې تر چاودنې و وژل شو.

ددې دوو بریدګرو په اړه تر دې دمه نور جزييات نه دي ورکول شوي.

ياده دې وي چې تر دې مخکې په فراه او هرات کې هم دوه ایراني جاسوسان چې طالبانو ته يي سلامشورې ورکولې نيول شوي وو.

د طالبانو او ایران اړيکې وروسته تر هغه پراخې شوې چې کله ددوی مشر اخترمحمد منصور و وژل شو او نوي مشر هبت الله  د منصور اکثریت پلويان له دندو لرې کړل او صلاحيتونه يي ترې واخیستل.

شنونکي وايي چې ایران په زاهدان کې طالبانو ته دفتر د وحشتونو د ډیروالي په خاطر پرانيستی دی او همدااوس په ياد دفتر کې ډيری ایرانيان او افغان کډوال په افغانستان کې  د وحشت کولو په خاطر تر روزنې لاندې دي.

په سويل او لویديځ کې ایران ددې لپاره طالبانو ته وسلې ورکوي څو هلته د بندونو او سربندونو جوړولو ته اجازه ورنکړي ځکه ياد هیواد هڅه کوي چې له افغانستان څخه له ور روانو اوبو څخه وړيا استفاده وکړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply