په حکومت پسې د اوازو ترشا هدف

comments 0

لیکوال: سید عبدالله پاچا
له هغې ورځې چې حکومت ځینې ډلې په دولتي چوکاټ کې د لاسوهنو منع کړي او لاسونه یې ورلنډ کړي، ځینې سیاسي ‌ډلو د حکومت پروړاندې موضع نیولې او په خپل ټول توان هڅه کوي حکومت کمزوری کړي او د خلکو باور پرې کم کړي.
د دې کار لپاره ځینې سیاسي ډلې په عامه غونډو، ټولنیزو رسنیو او تصویري رسنیو کې تبلیغات او بحثونه کوي چې د حکومت په تړاو اوازې خپرې کړي او د خلکو انديښنې څو چنده کړي.
دا خلک دا اوازې یواځې د دې لپاره اچوي چې په حکومت فشار راوړي او له دې لارې یې حکومت غوښتنې ومني، هغه غوښتنې چې هیچاته ته د منلو نه دي، ځکه دې خلکو یو ځل نه، څو ځل امتحان ورکړی او د دې ولس په سرنوشت یې لوبه کړې.
کله اوازه واچوي چې ټاکنې نه کیږي او حکومت ټاکنو ته اراده نه لري، غواړي چې پارلماني ټاکنې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای وکړي، یا ولسمشریزه ټاکنې نورې هم وځنډوي چې ورسره د ولسمشرۍ ټاکنې هم وځنډيږي، خو په داسې حال کې چې د ټاکنو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او حکومت ژمن دی چې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال په سرطان کې وکړي.
کله داسې اوازه واچوي چې افغانستان په دویم عراق یا سوریه بدلیدونکی دی، داعش له عراق او سوريي څخه افغانستان ته راځي او دلته به جګړه زیاته شي، د ولایتونو مرکزونه به سقوط شي او جګړه به له کلیو څخه ښارونو ته وغځیږي، خو په داسې حال کې چې افغان ځواکونه په جګړه کې بریالي دي او اوس یې د نورې نړۍ پام هم را اړولی چې هغه ډلې هم له منځه یوسي چې پخوا به نړیوالو ګواښ نه بللې، لکه طالبان، اوس تر بل هر وخت ترهګرو ډلو باندې هوایي بریدونه زیات شوي او هیڅ ځای کې خوندي ځای نه لري.
افغان ځواکونه په ترهګرو پسې سیمه په سیمه ګرځي او هر ځای یې چې پټنځای او خوندي ځای وي، له منځه یې وړي او هیڅ چانس نه ورکوي چې په یو ځای راټول شي او یو ځای غونډې وکړي.
سیاسي مخالفین کله وایي چې حکومت د دوام د غځیدو لپاره د قیادت شورا جوړوي او په دې تړاو یې مشورې پيل کړي چې څنګه کیدای شي د اوسني حکومت موده وغځوي، خو په داسې حال کې ولسمشر غني ژمن دی چې خپل پنځه کاله دوره تېره کړي او یو ځل بیا د ولسمشریزه ټاکنو لپاره لار هواره شي او هر څوک خپله سیالي وکړي او یو بل حکومت رامنځ ته شي، ولسمشر غني هیڅکله په دې راضي نه دی چې د حکومت موده دې وغځیږي، ولسمشر په ټاکنو او ولسواکۍ باندې باور لري او هیڅکله به داسې کار و نه کړي چې د خلکو د ناراضایتۍ او خفګان سبب وګرځي.
سیاسي مخالفین کله دا اوازه راپورته کړي چې ولسمشر واک انحصار کړی او یواځې ارګ کې څو کسان دي چې واک یې چلیږي او نور لوړپوړي چارواکي يې بې واکه کړي دي، په داسې حال کې چې ولسمشر خپلو ټولو وزیرانو او نورو مسوولینو ته پوره واک او اختیار ورکړی چې د یو پرمختللي افغانستان لپاره هڅه وکړي، ولسمشر د خپلو صلاحیتونو په څنک کې یواځې په کارونو باندې نظارت ساتي او ټینګار یې دا وي چې نه باید داسې یو کار وشي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره زهر وي او یا پکې بې ځایه پیسې مصرف شي.
سیاسي مخالفین کله د فشارونو لپاره جګړه او ځانمرګي بریدونه رامخ ته کړي چې ګنې حکومت د خلکو په امنیت ساتلو کې ناکام دی او باید استعفا ورکړي، په داسې حال کې چې اوس ټول خلک پوهیږي چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده او بهرنۍ ترهګرې ډلې د افغان وژنې لپاره له هرې حربې کار اخلي.
له نیکه مرغه د سیاسي او وسله والو مخالفینو له زیاتو تبلیغاتو سره ـ سره بیا هم حکومت په خلکو کې پراخ محبوبیت لري او د حکومت په ملاتړ کې خپل روښانه راتلونکی ګوري، تاسو به په ټولنیزو رسنیو کې لیدلي وي چې ټول هغه سیاسیون او سیاسي عقده یان منزوي شوي چې هره مسله کې حکومت ملامتوي او په دې سره خپله عقده سړوي.
دا خلک اوس ولسونو پيژندلي چې د خپلو ګټو لپاره هر هغه کار کوي چې د حکومت د کمزوري کیدو لپاره وي ولو کې بهرنۍ جاسوسي هم وي، خو د سیاسي فشارونو لپاره له سرو کرښو هم تیریږي چې اوس پرې خلک پوه دي او په خبره یې باور نه کوي.
د ولسمشر بنسټیز کارونه چې اوس په پرې زیات شمېر خلک قانع شوي خلک یې دهېواد په راتلونکي باوري کړي او باور لري، که د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت څو کاله نور کار وکړي، دا وطن به له نورو هېوادونو سره سیالي کړي او ټولې بدبختیانې چې اوس یې افغانان لري، له منځه به لاړې شي.

Comments

Leave a Reply