په جولای کې د غیر قانوني ک‌‌‌‌‌‌ډوالو د ثبت لړۍ پیلیږي

comments 0

0 Views

هندوکش-پاکستان: د خیبر ایجنسي ملي ډیټابیس او د نوم ليکنې ادارې مسولین وايې چې:
«د افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوالو نوم لیکنې لړۍ به د جولای میاشتې په پنځلسمې نیټې پیل شي».
ددې ادارې مسولینو په وینا:«دغه پروسه به اته میاشتې ادامه ولري چې په دې لړ کې به یو ملیون افغان مهاجرو ته د مهاجرت شناخت کارت وویشل شي».
ندرا یا د نوم لیکني دیتابیس مسولین وايي چې اوس مهال دیړ شمیړ افغان مهاجرین پاکستان کې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي چې ندرا (the national database and registration authority) به دوي ته تر نامعلومه مودې شناخت کارت توزیع کړي.
پاکستان چې د افغان مهاجرینو لوې کوربه بلل کیږي په تیرو کلنو کې افغان مهاجرو سره د موقف له لحاظه بد چلند کړې چې زیات شمیر افغان کدول د دغه هیواد بد چلند لامل له وجې بیرته افغانستان ته استانه شوي دي.

فریده خپلواک

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply