په جوزجان کې د مولوی ظریف په ګډون ۱۸تنه وسله وال طالبان ووژل شو

comments 0

هندوکش_ جوزجان: د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي په جوزجان کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د نږدې ۲۰ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دغې قول اردو له‌خوا پرون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې چې هوایي ځواکونو یې هم ملاتړ کاوه، د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالۍ په میملک کلي کې د طالبانو د قوماندان مولوي ظریف په ګډون ۱۸ وسله‌وال طالبان ووژل شول.
د خبرپاڼې له مخې مولوي ظریف په جوزجان کې د طالبانو یو مهم قوماندان او د فیض‌اباد لپاره د دې ډلې د پوځي چارو مسؤل و چې نن سهار وختي له نورو وسله‌والو سره د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
عاطفه مصمم

Comments