په جوزجان کې دوه زره کورنۍ د طالبانو د جګړو له امله بېځایه شوې دي

comments 0

هندوکش ــ جوزجان: د جوزجان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د یاد ولایت په خماب ولسوالۍ کې ځايي اوسیدونکو د وسلوالو طالبانو د جګړې له امله ۲۰۰۰کورنیو خپل کورونه پریښي او بیځایه شوي دي.
د جوزجان د والي مرستیال وایي، چې یادو بیځایه شویو کورنیو ته په مرکز کې د اوسیدو زمینه برابره شوې او ډیر ژر به له نوموړو کورنیو سره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرستې ترسره شي.
بیځایه شوې کورنۍ له وسلوالو طالبانو غواړي، چې د ملکي وګړو له ځورولو او وژلو څخه لاس واخلئ.
عاطفه مصمم

Comments