په جوزجان ولایت کې ۵تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ــ جوزجان: دجوزجان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ په یو شمیر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي، چې په ترڅ کې یې دافغان ځواکونوله ځوابیه برید سره مخامخ شوي دي او وسلوالو طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي زیاتوي، چې په یاده نښته کې ۲تنه طالبان وژل شوي او ۳تنه نور تپیان شوي دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments