په جعل کارۍ د احساساتو راپارول:( غازي ځدران)

comments 0

په زندان کې د یو کم عمره نیول شوي بندي داعشي کیسه

غازي ځدران

په دولتي ځمکو کې د غنمو حاصلاتو ځمکې ته شین څادر ور اغوستی و، دا نو د پسرلي پيل و او د غمنو په فصلونو کې د شړشمو ګل لا خندلي و، خو په دې ورځو کې لمر ښه لګي چې موږ ورته پیتاوی وایو، د کلي ژوند لکه د ښارونو مصروف نه دی، د چا چې کار نه وي، سهار یو ځل د پیتاوي مالوم ځای ته حاضري ورکوي او هلته په ورځینو مسایلو، مړي ژوندي او اوس اوس خو د هېواد په مسایلو او جګړې باندې هم خبرې کوي.

زما عمر دومره نه و چې ما دې د مشرانو مخ کې خبرې کړی وای، خو له خپلو همزولو سره لیرې به یو بل ځای کیناستو، یا به مو لوبې کولې او یا به مو چې طبیعت برابر نه و، نو د لوبو سیال به مو کاوه.

نه پوهیږم په دې ورځ مې ولې د سهار چای نه زړه و نه وشو، زړه باندې مې بوج و او معده مې داسې بنده وه چې تا به ویل چې ماته هیڅ د خوړو ضرورت نشته چې و یې خوروم، دا چې طبیعت مې ښه نه و، لوبې کولو ته مې هم زړه و نه شو، همزولې او له همزولو واړه ماشومان په ډز غبي (یو ډول لوبه ده، په توپ یو بل ولي) اخته و، ملګرو بلنه راکړه، خو ما انکار وکړ.

د ملګرو په ننداره مې د څه شي په اړه فکر کاوه، خو په یاد مې نه دي، یو بل له ما په عمر ډیر کس مې خوا کې کیناست پوښتنه یې وکړه، رحمته (رحمت الله) څنګه نن لوبې نه کوې، دا یې په خندا راته وویل، ویل مې نن مې لوبو ته زړه نه کیږي، اوس مې هیر دي چې خبره یې څنګه راتاو کړه، خو په دې یې قانع کړم چې هسکې مېنې ولسوالۍ ته ورسره په موټر سایکل چکر ووهم او پلمه یې دا وه چې د خور لیدو ته ځي، زه هم د یو داسې کس په لټه وم چې بې کاره ورځ مې تېره شي، ورسره مې ومنله او په موټر سایکل یې شاته سپور شوم.

د هسکې مېنې له ولسوالۍ تېر شو، زه هسې هم بلد نه وم، خو لیکل شوې لوحه مې ولیده، له کلیو او بانډو تېر شول، په داسې سیمه ور ننوتو چې تور بیرغونه او داسې وسله وال مې ولیدل چې له سر څخه یې تورې پټي تړلې وې.

د داعش په اړه کیسې مې د پیتاوې بنډارونو ته اوریدلې وې، د دوی وحشت او خپلسري چې د اسلام په نوم یې کوي، سمدستي مې مخکې سپور کلیوال ته وویل چې دا دې کوم ځای ته راوستم، دا خو داعشیان دي، د موټر سایکل غږ و، زما خبره یې واوریده، خو داسې یې وښودل چې ګنې خبره یې نه ده اوریدلې، یو کور ته ورسیدو، دروازه خلاصه شوه، له ښه راغلاست وروسته دروازه خلاصه شوه او دننه لمر ته راټول شوي په پلاستیکي فرش باندې څڼور زلمي چې د زیات عمر کسان هم پکې و ناست و، زما له کلیوال سره ټولو پيژندل او موږ دواړو ته یې ښه راغلاست ووايي.

همدلته لکه پلان شوی کار، ټول په موبایل راټول و، پکې عکسونه او ویډیوګانې وې، چې د افغان ځواکونو او بهرنیو ځواکونو ګډ وحشتونه یې پکې ښودل او دوی به ورته له سترګو اوښکې تویولې، ځینو به د الله اکبر او ځینو به د لعنت غږ پورته کړ، زه موږ موبایل ته نږدې شوم چې دا ننداره وګورم، د دې هر څه په لیدو مې ځان او رنګ کې تغیر راغی، د دوی اوښکې، په موبایل کې ساتل شوې ویډوګانې او نځورونه، دا هر څه په هر چا کې تغیر راوستلی شي.

موبایل بند شو، له لږې چوپتیا وروسته یو کس خبرې پیل کړې، د اسلام له نظره یې جګړه باندې رڼا واچوله، دا خبرې ډیرې شوې، ځینو باندې خو یې زه پوه نه شوم، ځکه له ځاني کش مکش سره وم چې څه وکړم، بیرته کور ته ستون شم، که همدلته پآتې شم، خو یو څه چې زه یې له دوی لیرې کولای شوم، هغه دا چې د جعلي ویډیوګانو او عکسونو په تړاو مې اوریدلي و او له ځینو ملګرو سره مې په موبایلونو کې سریالونه کتلي و.

له ما سره په دې ډله کې هیڅ یو خبرې نه کولې، زه او نور کسان یواځې د یوه کس اوریدونکي و، خو کله چې خبرې خلاصې شوې، ملګري ته مې غلي غوندې وویل چې تا خو ویل د خور کور ته ځو او اوس دلته راغلی یې، هغه ویل صبر وکړه په هر څه به پوه شې.

له اوږد ځنډ وروسته له دې ځایه ووتو له لیرې په یو بل ځای کې داعش وسله والو به پکې تمرین کاوه لاړو، هلته په رسیدو سره سم مې زړه کې یو څه هیله مندي پیدا شوه، ځکه هلته زما همزولي ۱۴ کلن او له دې کم عمره هلکان و، ټولو سره درنې او سپکې وسلې او په نظامي لباس سمبال چې زیاتو یې مخونه پټ کړي و، مخ شوم.

دلته په رارسیدو راته کلیوال وویل چې همدا دې ځای شو او په مرګ به له دې ځایه ځې، همداسې چوپ پاتې شوم، غریو ونیولم چې اوس به یې څنګه پوره کووم، هلته د وحشت او دهشت له ویرې مې هیڅ و نه ویل، بس یوې څنډې ته همداسې ولاړ پاتې شوم او د کم عمره ماشومانو د روزنې ننداره مې کوله.

د روزنې په مرکز کې زموږ په ژبه مبلغین و چې د اوسني حکومت په تړاو به یې د کفر فتوا ورکولې او بیا به یې د مازیګر له خوا یو ځای په یو سکرین چې په لمریزه برښنا به روښانه کیده، ویډیوګانې او عکسونه راښودل.

ځینې روزونکي بهرنیان و، داسې چې په بله ژبه یې خبرې کولې او بیا به یې په دري او پښتو کسانو ته ژباړلې، خو لنډه دا چې زه هم د دې کاروان ملګری شوم، خو فکري ملګری نه د زور ملګری، د روزنې په ټولو دیرش ورځو کې مې د تېښتې هڅه کړې، خو لار مې و نه موندله، د روزنې پرمهال مې چې له څومره ملګرو سره خبرې وکړې، ټول زما په څېر په پلمه راوړل شوي و او له مجبوریته یې شپې او ورځې سبا کولې، ځینو ملګرو خو به ویل چې کلي پرې خلک خبر دي، که کلي ته لاړ شي طالبان یې وژني او که ښار ته ځي نو پولیس یې نیسي، د روزنې له دورې وروسته مې ځان باوري کس وښود او له ملګرو سره یوې سیمې ته د هدفي وژنې لپاره وګمارل شوم، کلي ته په رسیدو پوه شوم چې څوک رباندې وژني، یو دیني عالم چې په یو جومات کې خطیب و، پلان داسې شو چې زه د کلي لوی کوڅه کې د ملګرو ساتنې ته وګمارل شوم، او دوه نور د ماخوستن د لمانځه پرمهال د جومات خواته روان شول.

همدا زما لپاره زما د خلاصون لار وه، تر ننه خبر نه یم چې ملګرو به دیني عالم شهید کړی وي که نه، خو ما له دې لوی کوڅې په ګټنې ځان یوې خوندې سیمې ته ورسو او وسلې او ځینو نورو شواهدو مې ځان خلاص کړ چې داعش مالوم نه شم، تر سهار مې ځان روداتو ته ورسو او هلته مې پولیسو ته ځان وسپاره.

اوس په زندان کې یم او د داعش په لیکه کې له جګړې دلته خوشحاله یم، لږ تر لږه یو څوک خو به مې له لاسه نه وژل کیږي.

 

Comments

Leave a Reply