په جاني خيلو کې په وژل شویو طالبانو کې د پاکستان مليشې هم شاملې دي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ ګردیز: د پکتيا جاني خيلو ولسوالۍ اوس اوس د طالب ترهګرو له منګولو ژغورل شوې.

ځايي مسولین وايي چې په دې نښته کې يوازې طالب ترهګرو ته نه بلکه يو زیات شمېر پاکستانیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې ډيری پاکستانيان په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ مليشې دي.

امنيتي سرچينې وايي چې په نښته کې يو شمېر پاکستانيان هم نيول شوي دي چې څيړنې ترې روانې دي او ډير ژر به د دوی تحقيقات په ويديويي بڼه له رسنیو سره شريک شي.

د جاني خيلو خلک هم وايي چې دوی يو زيات شمېر ترهګر ليدلي دي چې په اردو ژبه يي خبرې کولې.

د جاني خيلو ولسوالۍ يوه اونۍ مخکې طالبانو نيولې وه چې په دې نښته کې د دوی مرسته پاکستاني مليشو کړې وه.

تر دې دمه طالب ترهګرو په دې تړاو څه نه دي ويلي خو ددوی په لیکو کې د پاکستانيانو خصوصا آی اس ای د افسرانو او مليشو شتون نوې خبره نه ده.

فرهاد شهرانۍ ـ ګرديز

 

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply