په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۰ وسلوال طالبان ووژل شول او ۱۶۱ نور ټپیان شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: دفاع وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبلې اوښتې ده.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، چې افغان ځواکونو د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بریدونو او نښتو په پایله کې ۲۵۹ تنه وسلوال طالبان وژلي او ۱۶۱تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د نوموړي په خبره دغه مرګ ژوبله د هېواد په ننګرهار، کونړ، مېدان وردګ، غزني، ارزګان، کندهار، هرات، فراه، غور، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار او بغلان ولایتونو کې اوښتې ده.
وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments