په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۳ ولایتونو کې ۳۳ وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۳ ولایتونو کې ۳۳ طالبان وژلي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په څو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې افغان ځواکونو د هېواد په ۳ ولایتونو، کندهار، بلخ او هرات کې د طالبانو پر سیمو عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۳۳ تنه وژل شوي، چې ۲ یې مهم نښان ویشتونکي دي.
له یاد وزرات څخه په خپرو شویو خبر پاڼو کې همداشان راغلي، چې د افغان ځواکونو له لوري د طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ډېرې سیمې یې د یادې ډلې له شتون څخه پاکې کړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments