په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت مخالفې ډلې ۶۱ کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان پوځ په بیلابیلو عملیاتو کې د دولت مخالفې ډلې ۶۱ تنه وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په کې د دولت ٢٩ نور مخالف وسله وال ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، په وژل شويو وسله والو کې د داعش ډلې ١٣ غړي هم شامل دي.
خبرپاڼې پربنسټ دغه عملیات په ننګرهار، لغمان، غزني، کندهار، فارياب، نيمروز او هلمند کې شوي دي.
تردې دمه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply