په تیرو 24 ساعتونو کې د مخالفینو 48 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د ملي دفاع وزارت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېل و لایتونو کې د عملیاتو،کمینونو،بریدونو او هوايي ګزارونو په پایله کې د دولت ۲۲ وسلوال وژلي او ۱۸ نور يې شدید ټپيان کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو کې د وسلوالو طالبانو دسر سړي او سرګروپان شامل دي،چې ۶ نور يې ژوندي هم نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه عملیاتونه يې په ننګرهار، کنړ، غزنی، پکتیا، کندهار، ارزګان ، هرات، غور ، بلخ فاریاب، بدخشان ، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره کړي .
د یادونې وړ ده چې وروستیو کې دفاع وزارت ترهګرو پر وړاندې تعرضي حرکت پیل کړې چې له امله یې د دولت مخالفو ډلو ګن شمیر غړي وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments