په تیرو څلورو کلونو کې د طالبان تاوتریخوالو له امله څلور ملیونه کسان بې ځایه شوي

comments 0

هندوکش – کابل: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو پنځو کلونو کې شااوخوا څلور میلیونه کورنۍ د جګړې او اقتصادي ستونزو له امله بې ځایه شوي دي.
د دې وزارت وزیر سید حسین عالمي بلخي په کابل کې یوې غونډه ته وویل، د څلور میلیونه کورني بې‌ځایه شوو څخه د شااوخوا ۲ میلیونو ستونزو ته په تېرو دوو کلنو کې رسېدنه شوې.
د بلخي په خبره، د افغانانو کورني بې ځایه کېدل او کډوالي اوس یوازې په افغانستان کې نه، بلکې د نړیوالو ډونرانو لپاره هم د پاملرنې وړ موضوع ده.
دغه وزارت د کورني بې‌ ځایه شوو وګړو د ستونزو د حل لپاره په یوه تګلاره کار پیل کړی.
د برابرې شوې تګلارې له مخې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د بې‌ ځایه شوو وګړو د بې‌ ځایه کېدو څرنګوالی او د ستونزو څېړل تر بحث لاندې وي.
د یادونې وړ ده چې طالبان په دې وروستیو کې د خلکو له کورونو د سپر په ټوګه کار اخلي او خلک په دې مجبوروي چې کورونه طالبانو ته پریږدي او بی ځایه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments