په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې دداعش ډلې 16 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان ملي دفاع وزارت نه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د ګدو ځواکونو په یولړ ځانګرو عملیاتو کې د داعش وسله والې ډلې 16 کسان وژل شوي دي.
د خبرپاڼې پربنسټ، په شویو عملیاتو کې چې ننګرهار کې ترسره شوي د یادې ډلې پنځه غړي هم نیول شوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې داعش وسله وال د ننګرهار په هسکې مېنې، اچین، نازیانو او چپرهار ولسوالیو کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خبرپاڼه لیکي د غزني ولایت د روانو عملیاتو په اړه هم ویل شوي چې د هوایي ځواکونو په ملاتړ د دغه ولایت په اندړ، قره باغ او رشیدان ولسوالیو کې یې ۲۴ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۱۲ نور ټپیان دي.
خبرپاڼه زیاتوي د رشیدانو ولسوالۍ شااوخوا سیمي یې له وسله والو مخالفینو تصفیه کړي دي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه ده ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments