په تیرو نهو میاشتو کې د داعش دلې تلفات.

comments 0

د متحده ایالاتو په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې په تیرو نهو میاشتو کې د متحده ایالاتو او افغانو ځواکونه په ګدو عملیاتو کې څه باندې۷۵۰ تنه داعشیان مړه شوي دي.
په اعلامیی کې راغلي دي چې په دغه ۷۵۰ تنو کې د داعش دلې لوړ پوړي قوماندانان هم شامل وه چې مړه شوي دي.
دغه عملیات چې د ۲۰۱۶ کال په لمړیو کې پیل شوي وه داعش دلې ته د ځاني تلفاتو ترڅنګ هغه ځایونه چې د داعش دلې تر ولکې لاندې ول بیرته نیولې دي او ځایي خلک بیرته ستانه شوي دي.
اعلامیی که راغلي چې داعش دلې انجوني په زور نکاح کول او ماشومانو یی جګری لپاره تربیه کول ترڅو د حکومت پر وړاندې جګره مخته بوځي.
اعلایه کې ویل شوي چې ګد ځواکونه به داعش تر ۲۰۱۷ کاله پورې له ماتې سره برابروي.

Comments

Leave a Reply