په تیرو دریو میاشتو کې 1186 بمونه پر ترهګرو غورځول شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: ترهګرو پر وړاندې ګړندې مبارزې په موخه د میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې امریکا پوځ په افغانستان کې 1186 بمونه کارولي دي.
د امریکې پوځي چارواکو په وینا، دغه بمونه تر ډېره پر وسله والو طالبانانو، د دوی مرکزونه، داعش ډله او د نشه يي توکو کارځایونه کارول شوي او له یادو بمونو موخه د یادو ډلو کمزورول وو.
چارواکي زیاتوي چې د خپلو بریدونو په شمېر کې به تر دې هم ډېروالی راولي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو چارواکو ویلي وو، چې د وسله والو طالبانو د نشه يي توکو کارځایونه به په نښه کوي او همدا راز به پر دوی فشار راولي چې سولې ته حاضر شي.
ویل کیږي چې امریکايي ځواکونو د خپلې ۱۷ کلنې جګړې په اوږدو کې تر ټولو ډېر بمونه په همدې روان میلادي کال کې غورځولي دي چې له امله یې د ترهګرو ډلو ډیرې غړي له منځته تللي او پټنځایونه یې هم ویجاړ شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments