په تخار ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان ووژل شو

comments 0

هندوکش ـ تخار: د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي، طالبانو تیره ورځ د تخارـ کندز ولایتونو په لویه لار د افغان ځواکونو په پوستو د بریدونو پلان درلود، چې د افغان ځواکونو پر وخت اقدام د دې لامل شو، چې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ کړي او په پایله کې د طالبانو یو مهم قوماندان قاري عمري ګجر له خپلو ۳ ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
ځایي امنیتي چارواکي وايي، چې د نوموړي طالب قوماندان په وژل کیدو سره به د یادې لویې لارې په امنیتي وضعیت کې د پام وړ ښه والی راشي.
په عین حال کې د یادې ولسوالۍ موټر چلوونکي زیاتوي، چې نور د طالبانو له ظلمونو او باج ګیریو څخه په تنګ راغلی یو.
دوي همدا راز له افغان ځواکونو د مننې ترڅنګ د پراخو علمیاتو غوښتنه هم وکړه.
نجیبه سروري

Comments