په تخار ولایت کې د طالبانو یو مهم غړی ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ تخار: د تخار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې افغان ګډو ځواکونو نن سهار د یاد ولایت په درقد ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات ترسره کړي،چې په پایله کې د طالبانو یو مهم غړی قاري شیراقا ژوندی نیولي دی.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې نوموړي طالب وسلوال پلان درلود، په یاده ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو برید ترسره کړي، چې د افغان ځواکونو پر وخت اقدام او عملیاتو په پایله کې ونیول شو.
طالب وسلوالو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
نجیبه سروري

Comments