په تخار ولایت کې د طالبانو جنسي تيري کوونکي ډله ونېول شوه

comments 0

هندوکش ـ تخار: د تلقان ښار ځايي چارواکي وايي، چې د وسلوالو طالبانو یوه دوولس کسیزه ډله چې په یوې ۱۲ کلنۍ جینۍ یې جنسي تیری کړی و نېولې ده.
په تخار کې بیا یوې سرچېنې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، چې نوموړي طالب وسلوالو یوه جینۍ لومړۍ برمته کړې او له ځان سره یې د جنسي اړیکو لپاره ساتلې وه.
سرچینه زیاتوي، چې یادې ډلې دې جینۍ ته نارینه جامې وراغوستې تر څو د خلکو له خوا ونه پېژندله شي.
دې جینۍ له امنیتي مسوولینو سره خبرو کې ویلي، چې پلار یې پر نشه ‌يي توکو روږدی دی؛ دا څو میاشتې مخکې د یوې ښځې په جل له کور اوباسلم او یادې ډله یې په لاس کې ورکړم په یو کور کې یې کلابند کړې وم.
دا قضیه له تېرو دریو ورځو راپدېخوا د تخار له پولیسو سره ده که څه هم د تخار د پولیسو قومنداني تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو سرچینې وايي، چې پر دې جینۍ د جنسي تېري کوونکو لیست اوږد دی.
د یادونې وړ ده، چې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستنه په نړۍ کې له بشري ارزښتونو سرغړونه او انساني فاجعه شمېرله کېږي.
نجیبه سروري

Comments