په تخار او هرات کی د وروستیو غیر اسلامي او غیر انساني کړنو په اړه د متحدو علماو اعلامیه / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

متدینو او درنو هیوادوالو!
د علم او زده کړی اهمیت او ارزښت هغه څه دي چې ټول آسمانی ادیان او بشری ښوونځي او ټولنه د هغه په کسب او ترلاسه کولو باندې ټینګار کوي او د زده کړي په بهیر کې پراختیا او پرمختګ ویاړ ګني، خو د اسلام مقدس دین له بل هر دین او آئین څخه علم او زده کړی ته ارزښت وکړی دی او انسانان یې دعلم او پوهي زده کړي ته رابللي دي.
تعلیم ورکول او د هغه تر لاسه کولو زده کړه ده، تعلیم رڼا ده او په یوه ټولنه کې یو بې روحه کالبد کې د څا(روح) غزول دي او د اسلام مقدس دین په دغه لاره کې له هر څه د مخه ټینکار کړی او د علم زده کړه یې یو الهی نعمت بلل دی، دا ځکه چې په اسلام کې لومړنی وحی د قلم، تعلیم او زده کړی د ارزښت بیانوونکي دی او هغه یې د الهی له مهمو او ارزښتناکه نعمتونو څخه انسانانو ته ورپیژندلي دي، چې د دغه ښوونځي لومړنی ښوونکی د الله تعالی پاک ذات او لومړنی زده کوونکی یې نبی کریم(ص) وو« اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِی خَلَقَ … اقْرَأْ وَ رَبُّکَ الْأَکْرَمُ الَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَمِ عَلَّمَ الْإِنْسانَ ما لَمْ یَعْلَمْ»(علق،۱-۵ )ژباړه:ای رسوله ووایه د خپل پرودګار په نوم چې ته یې پیدا کړی یي، ووایه چې ستا پرودګار غوره او کریم دی،هغه خدای چې انسان ته یې د قلم په واسطه د لیکلو علم ورزده کړ او بشر چې په هغه څه نه پوهیده ورزده یې کړل.
دا یو څرګند حقیقت دی چې اسلام علم او زده کړی ته څومره ارزښت وکړی هاند دا چې د اسلام ستر پیامبر د علم زده کړه په هر نر او ښځینه مسلمان باندې فرض ګرځولي، (طَلَبُ العِلمِ فَريضَةٌ عَلى كُلِّ مُسلِمٍ و مُسلِمَةٍ (متفق علیه).
خو له بده مرغه چې له اوږدې مودې راهیسي او بیا په ځانګړی توګه په دې وروستیو کې د اسلام، انسانیت، ښوونې او روزنې دښمنانو د اسلام مقدس نامه څخه په ناوړې ګټي پورته کولو سره د بهرنیو هیوادونو د څارګرو ډلو په لارښوونه د علم او زده کړی له دغه ستر نعمت څخه زمونږ د ماشومانو او ځوانانو د محرومیدو په موخه یو لړ ورانکاره کړنې په لاره اچولي چې کله مو ښوونځي راسوځوي، کله یې په بمونو الوځوي، کله یې دروازې زمونږ د ماشومانو پر مخ تړي، کله مو نازولي زده کوونکي را مسموموي، کله مو ښوونکي او زده کوونکي ګواښوي او حتی په شهادت یې رسوي، جوماتونو مو په بمونو الوځوي، کله مو په لمونځ کوونکي بریدونه کوي، کله هم زمونږ دینی عالمان را وژني او ورته په سلګونو نور جنایات چې ښې بیلګې د نورو ولایتونو سربیر په دې وروستو ورځو کې د تخار ولایت پلازمینې تالقانو ښارپه اړوندو سیمو کې د طالب ترهګری او انسان وژونکي ډلي لخوا د انجونو د یو ښوونځی سوځول او د هرات ولایت په کهسان ولسوالی کې د یو تن دیني عالم په شهادت رسول دي، چې دا په خپله له اسلام او انسانیت سره د هیواد د سولې او ثبات د د ښمنانو ښکاره دښمنۍ ده.
نو مونږ علما د خپل دیني مسوولیت له مخې د هیواد د سولې او ثبات د دښمنانو او په ځانګړی توګه د علم او زده کړی د دښمنانو هر ډول ورانکاره او ترهګریز بریدونه په کلکه غندو او د دوي د هر ډول ظلم او ستم پر وړاندې ولاړ او نه پریږدو چې د اسلام او انسانیت دغه ترهګري ډلي زمونږ د مظلوم ولس او په ځانګړی توګه ماشومانو او ځوانانو پر وړاندې خپلو ناوړو او کرغیړنو موخو ته ورسیږي او له خپلو ټولو متدنیو هیوادوالو او په ځانګړی توګه د تخار او هرات ولایتونو له میړنیو ولسوونو څخه هم په کلکه غواړو چې نور په خپلو سیمو او بانډو کې د دغو ترهګرو ډلو پر وړاندې ودریږي او د دوي د ځپلو او له منځه وړلو لپاره له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ او مرسته وکړي.

Comments