په بلخ کې نا امنیو له امله د نوم لیکنې مرکزونه تړل شوي دي

comments 0

2 Views

هندوکش – بلخ: د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکو په وینا، د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د شته نا امنیو له امله د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې کابو ډیارلس مرکزونه تړل شوي دي.
د چارواکو په وینا، بلخ کې چمتال ولسوالۍ ترڅنګ په چهاربولک ولسوالۍ کې هم د روانې جګړې له امله د رایي ورکونې د کارتونو د وېش څو مرکزونه تر لوړ تهدید لاندې دي او دوی نشي کولی په هغو سیمو کې فعالیتونه دوامداره وساتي.
په ورته وخت کې د بلخ امنیه قوماندې یاد موضوع تړاو سپیناوې لپاره د رسنیو سوالونو ته تر دې دمه حاضر شوي نه دي.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان کال د مېزان پر ۲۸ نېټه ترسره شي خو د رای ورکوونکو د ثبت مسوولین واي چې تردې دمه ټول افغانستان کې نیم ملیون خلکو هم ځانونه نه دي ثبت کړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments