په بلخ ولایت کې ۵تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: دملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د بلخ ولایت په چهاربلوک ولسوالۍ سبریکار کلي کې دافغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له لوري په ځوابیه ډزو کې دطالبانو برید په شا تمبول شوي او په پایله کې دیوه ۵تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۸تنه نور پیان شويدي.
خبرپاڼه کاږي، چې دطالبانو او افغان ځواکونو په یاده نښته کې افغان ځواکونو ته هیڅ ډول مالي اوځاني زیان نه دی رسیدلی.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments