په بلخ ولایت کې ۱۸ تنه طالب وسلوال وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ بلخ: د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې په پایله کې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ شوی او ۱۸ تنه طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې د دښمن څو نظامی قرارګاوې او یو عراده موټر له منځه تللي دي.
دوي وايي، چې په یاده نښته کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
عاطفه مصمم

Comments