په بلخ ولایت کې ۱۴ تنه طالب وسلوال وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ بلخ: د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو دبلخ ولایت په چهار بلوک ولسوالۍ خان اباد سیمه کې دافغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې دافغان ځواکونو په ځوابیه برید ۱۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې دطالبانو او افغان ځواکونو په نښته کې د۱۴تنوطالبانو په وژل کیدو سربیره ګن شمیر سپکې اودرنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوي وايي، چې په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه د ی رسیدلی.
طالبانو تراوسه دیادې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments