په بلخ ولایت کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ــ بلخ: د بلخ ولایت په چمتال او شولګره ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې یې د ملا حفیظ په ګډون ۲۵تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې له طالبانو څخه ګڼ شمیر سپکې، درنې وسلې او څوعرادې موټرسایکلونه افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
عاطفه مصمم

Comments