په بلخ ولایت کې د طالب وسلوالو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون ۱۱ تنه طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ بلخ: د ۲۰۹ شاهین قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې وسلوالو طالبانو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ حیرتان سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شوي او په پایله کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۱۱ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د بلخ ولایت ځايي اوسیدونکو د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ له وسلوالو طالبانو غوښتي دي، چې نورله بې
ګناه افغان وژنې څخه لاس واخلئ.
عاطفه مصمم

Comments