په بلخ ولایت کې د طالبانو ۲ مهم غړي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ بلخ: د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو دبلخ ولایت بلخ ولسوالۍ هېواد په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود، چې د افغان ځواکونو پر وخت اقدام د دې لامل شو، چې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ او په پایله کې د طالب وسلوالو ۲ مهم غړي وژل شوي او ۳تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې وژل شوي طالب وسلوالو په بلخ ولسوالۍ کې په وژنو، چاودنو او ګن شمیر نورو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
په ورته مهال کې دیادې ولسوالۍ اوسیدونکود افغان امنیتي ځواکونو د هڅو او قربانیو څخه د مننې ترڅنګ په طالبانو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلئ او د سولې لاره غوره کړئ.
عاطفه مصمم

Comments