په بلخ ولايت کې ارشد امنیتي ناسته ترسره شوه.

comments 0

هندوکش ـ بلخ: په دغه ناسته کې د ٢٠٩ شاهین قول اردو محترم قوماندان، د بلخ ولایت محترم والي، د امنيې قوماندانۍ محترم قوماندان او د ملي امنیت محترم رییس خپل ګزارشونه وړاندې کړل.
همدارنګه د اسلامي جمعیت ګوند مشر پداسې حال کې چې په شمال او بلخ ولایت کې د امنیتي وضعیت د قوت او ضعف نقطې او ستونزې څرګنده کړې او د اتلس بڼستیز نکتو څخه یادونه او د جدي پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر استاد حاجي محمد محقق، د حزب اسلامي شوراګانو د يووالي رییس جمعه‌ خان همدرد او د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال رفیع فاضل خپل ګزارشونه او اندونه د امنیتي وضعیت په هکله بیان کړل.
وروسته د هېواد جمهور رئیس دغه ناسته جمع‌بندي او د ستونزو د هوارولو ډاډ او لازمې لارښوونې وکړې.
عاطفه مصم

Comments