په بغلان کې دولت او وسله والو ترمنځ درنه جګړه روانه ده

comments 0

هندوکش – کابل: آزادي رادیو نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د خبر له مخې،دغه جګړه د کیله ګي په سیمه کې له تېرې نیمې شپې راهیسې روانه ده او تر اوسه یې د تلفاتو په اړه چارواکو نور جزئیات نه دي ورکړي.
خبر زیاتوي چې د دغې جګړې له امله په همدې سیمه کې د کابل لویه لاره هم بنده شوې ده.
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ هم پرون چهارشنبه د وسله والو طالبانو د یوه پراخ برید شاهد و.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې طالبانو پر ځینو نورو سیمو هم درنه بریدونه پر مخ بیولي وو چې له امله یې د دولت لخوا په شا تنبول شوي دي.
نجیبه سروری

Comments