په بغلان کې اوه هندیان تښتول شوي دي

comments 0

32 Views

هندوکش – بغلان: د بغلان ځایي چارواکو په وینا وسله والو په بغلان ولایت کې د انرژۍ په یوه کمپنۍ کې اوه هندي کارکونکي، پرون تښتول شوي دي.
رسنیو ته په خبرو کې د بغلان والي عبدالحی نعمتي وویل، که څه هم تراوسه پورې کومې ډلې د دغو هندیانو د تښتولو ادعا نه ده کړې خو د دوی معلومات ښيي چې دا کار طالبانو کړی دی.
د نوموړي په وینا، حکومت د سپینږیرو او مشرانو له لارې له طالبانو سره تماس نیولی دی.
په همدې حال کې قومي مشرانو ویلي چې طالبانو دا کسان په دې شک یرغمل کړي چې د حکومت کسان دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار په افغانستان کې د هندي اتباعو تښتول کېدا تایید کړه، ویې ویل«موږ په بغلان ولایت کې د خپلو اتباعو له برمته کېدو خبر یوو. له افغان چارواکو سره په تماس کې یوو او د نورو معلوماتو په انتظار کې یوو.»
د بغلان د ولایتي ادارې د چارواکو په وینا دا ۷ تنه هندیان، چې په KEC کې اي سي کمپنۍ کې یې کار کاوه، د یکشنبې په ورځ د بغلان ولایت د باغ شمال په سیمه کې په داسې حال کې د وسله والو کسانو له لوري وتښتول شول چې هغوی دې سیمې ته د برښنا د یوه سب سټېشن د فعالولو لپاره روان ول.
د بغلان والي وايي چې طالبانو دا کسان ډنډ شهاب الدین سیمې ته بېولي دي.
تردې دمه په دې اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments