په بغلان ولایت کې د طالب قوماندانانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات پیل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ بغلان: په بغلان ولایت کې یوه سیمه ییزه سرچینه وایي،چې په یاد ولایت کې د۳ طالب قوماندانانو هریو مولوي مامور،مولوي قدیر او مجید اخنزاده ترمنځ خپلمنځي ستونزې زیاتې شوي دي.
له زندان څخه ازاد شوی طالب قوماندان مولوي مامور خپلو پلویانو ته ویلي دي،چې مولوي قدیر او مجید اخند زاده له دولت څخه پیسې اخلي.
یاد قوماندان خپلو پلویانو ته امر کړی،چې نوموړي قوماندانان او پلویان یې له منځه یوسي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نجېبه سروري

Comments