په بدخشان کې یو طالب سرګروپ د سولې له پروسې سره یوځای شو

comments 0

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان ولایت امنیتي چاوراکي وايي، چې د ملي امنیت د موظفینو په هلو ځلو سره په بدخشان ولایت کې د طالب وسلوالو یو سرګروپ ملا محفوظ له جګړې لاس واخیست او د سولې له ملي پروسې سره یو ځای شو.
ځايي چارواکي وايي، چې نوموړي طالب وسلوال له کلونو کلونو راهیسې له افغان ځواکونو سره جګړه کړې او وروسته له حقیقت درک کولو څخه یې له جګړې لاس واخیست.
یاد طالب سرګروپ په خپلو کړنو پېښماني ښودلې او له نورو طالبانو یې غوښتي دي، چې جګړه بس کړئ او دسولې لاره غوره کړئ.
په داسې حال کې ده چې په ننګرهار هم د وسلوالو طالبانو ۲۲ کسیزه ډله د سولې ملي پروسې سره یو ځای شوه.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
نجیبه سروري

Comments