په بدخشان ولایت کې ۲ تنه وسلوال طالبان دسولې له پروسې سره یوځاي شوي دي

comments 0

هندوکش – بدخشان: د بدخشان ولایتي چارواکي وایي، چې تیره ورځ ۲تنو طالب وسلوالو دبدخشان ولایت په نسي ولسوالۍ کې خپلې وسلې يه ځمکه کېښودې او له جګړې یې لاس واخیست.
چارواکی وايي، چې تسلیم شوو طالبانو ژمنه وکړه، چې نور به د جګړې لپاره دطالبانو لیکو ته لاړ نه شي، دوی همدا راز له طالب وسلوالو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلئ او سوله وکړئ.
په ورته وخت کې دیاد ولسوالۍ اوسیدونکو دطالب وسلوالو دیادې کړنې هرکلی کړی او له دوی څخه یې غوښتي دي، چې خپل طالب ملګري سولې ته وهڅوي.
عبید رادپور

Comments