په بدخشان ولایت کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې شوي

comments 0

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې دا له ۱۴ کلونو وروسته لومړی ځل دی چې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې په دې ولایت کې ثبت کېږي.
د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مرستیالې نوشین ګهر وویل، په پولیو یا ګوزڼ دا دوه تر پنځو کلونو کوچني ماشومان د یمګان او کشم ولسوالیو اوسېدونکي دي.
د بدخشان د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، چې په وروستیو کې د طالبانو د مخالفت له کبله په دې ولایت کې سلګونه ماشومان د پولیو له واکسینه بې ‌برخې شوي دي.
په وروستیو کلونو کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي د افغانستان په څو ختیځو او جنوبي ولایتونو پورې محدوده شوې وه.
دا پېښې په داسې مهال کی ثبت کیږي چې طالبانو څه موده وړاندې په دغه ولایت کې خبرداری ورکړی و او له روغتیا ریاست له کارکوونکو یې غوښتي وو چې د پولیو واکسینو تطبیق ته هغه سیمو کې اجازه نه ورکوو چې د موږ تر کنټرول لاندې دي.
نجیبه سروري

Comments