په بدخشان د يو چينايي په ګډون شلو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش ـ فيض آباد: په بدخشان کې د يو چينايي وګړي په ګډون پنځه طالب ترهګر وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

په دې عملیاتو کې د چينايي ترهګرو مرستيال مصطفی  او يو بل چينايي وګړی له دریو طالب ترهګرو سره يو ځای وژل شوي دي.

دا عمليات چې د کوکچه اتلس په نوم پيل شوي  دي جرم ولسوالۍ په فرغان میرو او آب راغک سیمه کې ترسره شوي دي.

باید وويل شي چې په جرم کې ددې عملیاتو لړۍ لا هم روانه ده او ترهګر له سيمې د تيښتې په حال کې دي.

بلخوا د ملي ځواکونو مسولین وايي چې په دې عملیاتو کې دوی مرګ ژوبله نلري او نه پکې ملکي وګړو ته زيان اوښتی دی.

فيض آباد

Comments