په بامیانو کې د وروستۍ خونړۍ پېښې په تړاو یو بل تن ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ بامیان: د بامیانو والي سد انور رحمتي وايي، په دغه ولایت کې د وروستي خونړي ترهګریز برید له عامیلینو یو بل تن هم نیول شوی دی.
والي نن دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه ویلي، دغه کس پرون یکشنبې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، نیول شوي کس په خپلو لومړنیو اعترافاتو کې منلې، چې په وروستي خونړي برید کې یې چې د لیندۍ په ۴ مه نېټه وشو لاس درلود.
د هغه په وینا، له دې وړاندې هم د یادې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي و، چې اوس له ټولو پلټنې روانې دي.
د یادونې ده، چې د لیندۍ په څلورمه د بامیانو مرکز ښار کې یوه درنه چاودنه وشوه، چې ۱۸ تنه په کې و وژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول.
شاه رسول غزنوي

Comments