په بادغیس کې ۵ تنه طالب وسلوال وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ بادغیس: د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د یاد ولایت په قادس ولسوالۍ قرچغي سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او په پایله کې ۵ تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۵ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ګن شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
امیرحسین سلجوقي

Comments