په بادغیس کې ۱۴ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: له دفاع وزارت په خپره شوي خبر پاڼه کژ راغلي،چې تېره شپه د وسلوالو طالبانو تروریستي ډلو ملا صالح،ملاجلیل،فاروقي او د ملاعبدالعزیز د تروریستي ډلو په همکارۍ د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو بریدونو وکړي.
اعلامیه وايي،چې په یادو نښتو کې ۱۴ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې له وسلوالو طالبانو څخه د جګړې په میدان کې د مړو جسدونه پاتې شوي دي.
بلخوا د سیمې خلک وايي چې له طالبانو د سولې خبرې روانې دي او دوی خپلو بریدونو زور ورکړی دی دوی وايي چې طالبان سولې ته ژمن ندي او په دې سره غواړي چې د سولې خبرې د نورو اشاره له خنډ سره مخ کړي دوی له وسلوالو طالبانو غوښتل چې نور د د پردو په اشاره افغانانو د وژلو څخه لاس واخلي او د سولې هوکړې ته د ژمن پاتي شي.
عبید رادپور

Comments