په بادغیس کې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې ۲ ملکي کسان ووژل

comments 0

هندوکش ـ بادغیس: د بادغيس ځايي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ کې پر يوه لوی بار وړونکي موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
د ولايتي شورا غړي عبدالناصر نظري له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، دغه بار وړونکی موټر د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک غاړې پر خښ شوي ماين ور برابر شوی چې په ترڅ کې ۲ تنه وژل شوي دي.
نوموړی ادعا کوي، چې دا ماين د وسلوالو طالبانو له لوري د امنيتي او دفاعي ځواکونو په نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوی و.
په وروستيو کې د جګړې له زياتوالي سره په هممهاله توګه د سړک غاړې په ماين چاودنو کې هم ملکي مرګ ژوبله زياته شوې ده. حکومت، ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ويلي چې د مرګ ژوبلې لوی عامل وسلوال طالبان دي.
دا په داسې حال کې ده وړمه ورځ هم په غزني کې د قران کریم ختم مراسمو کې د طالبانو ځای پر ځای شوي ماین چاودنې ۳۵ ملکي هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې وه چې له ډلې یې ۱۵ تنه ماشومان په شهادت ورسیدل او شل نور یې ټپیان کړل.
امیرحسین سلجوقي

Comments