په بادغیس ولایت کې ۳تنه وسلوال طالبان دسولې له پروسې سره یوځای شول

comments 0

هندوکش – بادغیس: دبادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وایي،چې دوسلوالو طالبانو یوه درې کسیزه ډله،چې مشري یې خیرمحمد عارفي کوله،خپلې وسلې یې په ځمکه ایښي او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شوي دي.
چارواکي زیاتوي،چې یادې وسلوالې ډلې له دوو کلونو راهیسې دبادغیس ولایت په اب کمرۍ او مقر ولسوالۍ کې وسلوال فعالیت ترسره کاوه.
دوی وایي،چې تشلیم شوو طالبانو یو شمیر سپکې او درنې وسلې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.
نجیبه سروری

Comments