په بادغیس ولایت کې ۱۳ تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش ــ بادغیس: د بادغیس ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو دبادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ قرچغي سیمه کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي، چې دافغان هوايي اوځمکني ځواکونو له خوا برید په شا وتمبول شو او په پایله کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱ تن په کې تپي شوی دی.
ځايي چارواکي زیاتوي، طالبانو له جګړې لاس نه دی اخیستی او هره ورځ دهېواد په بیلا بیلو ولایتونو دافغان ځواکونو په پوستوبریدونه او په عامه ځایونوکې ماینونه ځای پرځای کوي.
په عین حال کې دبادغیس اوسیدونکي په طالبانو نیوکه کوي، چې سولې ملي پروسې ته درناوی نه لري او په کړو ژمنو عمل نه کوي.
امیر حسین سلجوقي

Comments