په بادغیس ولایت کې د سولې په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

هندوکش ـ بادغیس: په بادغیس ولایت کې قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او د یاد ولایت فرهنګیانو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
ځوانانو د سولې په پاره ځانګړي سولیز شعرونه او ویناوې لرې او ټولو د سولې او اوربند غوښتنه کوله.
د غونډې ګډونوالو د سولې ملي پروسې د بریالي کیدو په پاره په ملي یووالي ټینګار وکړ.
دوی همدا راز د جګړې له ښکیلو اړخونو په ځانګړي دول له وسلوالو طالبانو څخه وغوښتل چې له جګړې لاس واخلئ سوله او اوربند وکړئ.
امیرحسین سلجوقي

Comments