په بادغیس ولایت کې د افغان ځواکونو د ملاتړ سربیره د سولې او اوربند غوښتنه وشوه

comments 0

هندوکش ـ بادغیس: په بادغیس ولایت کې دیني عالمانو، قومي مشران، مدني فعالانو، میرمنو،ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
د یادې ناستې ګډونوالو د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او قربانۍ وستایلې او دوی یې د وطن او خلکو رښتیني ساتونکي وبلل.
دوی همدا راز د جګړې په ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول له طالبانو څخه وغوښتل، چې جګړه د حل لار نه ده او باید خپل غوښتنې د سولیزې لارې مطرح او جګړه پای ته ورسوئ.
دوی زیاتوي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي دې ژر تر ژره بیړني اوربند ته زمینه برابره کړئ.
امیرحسین سلجوقي

Comments