په اندړو کې لسګونه بهرني ترهګر وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – غزني: په اندړو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د یو لړ تهاجمي او تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې ۳۸ ترهګر وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
دا عملیات چې د اندړو ولسوالۍ په بریم ،سردار قلعه ،اتل، مرادي ، براهو ، سنګینک، سیمو کې ترسره شوي د طالبانو مهم قومندانان هر یو عمر فاروق ،عبدالعلیم،او سید رحمن هم وژل شوي او ملا اسحق مشهور په ملا شریف،د ملا ادریس قطعې قومندان ټپي شوی.
هغه سیمې چې د طالبانو لاس ته ورغلې وه بیا ځلې د امینتي ځواکونو په ولکه کې دي.
د یادونې وړ ده چې په وژل شویو کې د 15 بهرنیو ترهګرو جسدونه هم شتون لري.
عمران احمدزی

Comments

Leave a Reply