په امریکا کې د کرونا ویروس له امله په تیرو 24 ساعتونو کې 1480 کسان له منځه تللي دي

comments 0

هندوکش – امریکا: د جونز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر تر اوسه د 24 ساعتونو په ترڅ کې هیڅ ځای دومره زیات نه و.
له دې سره د امریکا په متحد ایالتونو کې د کرونا ویروس اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د قربانیانو شمېر اووه زره څلور سوه شپږو ته لوړ شو چې دا شمېره په ټوله نړۍ کې د کرونا د ویروس د ګردو قربانیانو چې نهه پنځوس زرو ته رسیږي، له اتو څخه یوه برخه جوړوي.
په متحد ایالتونو کې تر ټولو ځپل شوی ایالت نیویارک دی چې هلته د کرونا ویروس اخیستونکې وبا د قربانیانو شمېر د دوه زره لومړي کال د سېپټېمبر د یولسمې نېټې له قربانیانو سره د شمېر له کبله پرتله کیدای شي.
د نیویارک ښاروال له فدرالي حکومته وغوښتل چې د امریکا له پوځ څخه مرسته وغواړي.
په امریکا کې بل ایالت چې د کرونا ویروس له امله ډیر ځپل شوی دی هغه د لوزیانا ایالت دی چې هلته د کوید نولس د قربانیانو شمېر پرون درې سوه اویا ته ورسېد.
فکور نعیمي

Comments