په امریکا کې د روسیې ضد کمپاینونه پیل شوي

comments 0

هندوکش – امریکا: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر امریکا تور پورې کړ چې په دغه هیواد کې د روسیې ضد کمپاینونه پیل شوي او د خلکو ذهنیتونه منفي لور ته اوښتي دي.
پوتین په مسکو کې یوې غونډې ته په وینا کې دا خبرې وکړې.
د امریکايي وګړو او روسيې ترمنځ ترینګلتیاو وروسته له هغې زور واخیست چې د امریکا استخباراتي ادارې مسکو د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړ.
اخوا روسیې دغه تورونه رد کړي او دا یې تشه ادعا بللې ده.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply