هندوکش ـ پکتيا: په ډنډپټان کې د يرغلګرو پاکستانیانو تر ماتې وروسته هلته جوړ شوي تاسیسات افغان ځواکونو ته وسپارل شول.
یاد تاسیسات چې پاکستان په سیمه کې د طالبانو په نوم تر ناامنۍ وروسته د حقاني شبکې په مرسته جوړ کړي وو د چهارشنبې په ورځ افغان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شول.
په پکتيا کې تر سختو عملیاتو وروسته د انځرګې او ټوپ سر کنډونه چې د حقاني شبکې اکمالاتي لاره وه په بشپړه توګه فتحه شوه.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت هندوکش ته وويل چې اوس افغان ځواکونه د پوستو په جوړولو بوخت دي او په دوو ځايونو کې پاکستان جوړ کړي تاسیسات هم سرحدي ځواکونو ته سپارل شوي دي.
په يادو سیمو کې د پاکستان دتاسيساتو له شتون سره سره د حقاني شبکې آزادانه تګ راتګ او په افغان خاوره کې ترهګریز فعالیتونه يي ددې ښودنه کوي چې د پاکستان پوځ د حقاني شبکې ملاتړ کوي.
د حسرت په خبره په صفري سیمه کې جوړې شوې پوستې هم د دواړو لورو تر هوکړې وروسته نړول شوي دي.
یاده دې وي چې په ډنډپټان کې له پاکستاني ځواکونو سره وسله واله نښته هم وروسته تر هغه وشوه چې د خوست په ځاځي ميدان کې اتلس پاکستاني سرتیري تر وژل کيدو او ټپي کيدو وروسته له سيمې وتښيتدل.